اوچا:

په ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې ۱۷ خیریه کارکوونکي وژل شوي

2 دلو 1396 ساعت 14:57

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ میلادي کابل په افغانستان کې ۱۷ مرسته کوونکي وژل شوي دي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ میلادي کابل په افغانستان کې ۱۷ مرسته کوونکي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اوچا نن دوشنبې د (سلواغې ۲مه) په خپاره کړي راپور کې زیاته کړې، چې په یاد کال کې په افغانستان کې یې د مرسته رسوونکيو پر وړاندې ۳۷۷ پیښې ثبت کړې.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۷ کې د ۱۷ خیریه کارکوونکو پر وژل کېدو سربېره ۳۳ تنه نورټپیان شوي او د ۴۷ نورو مرستندویانو د تښتونې پېښې ثبت شوې دي.

اوچا په راپور کې ویلي، چې د دې ادارې  د مرسته رسوونکيو پر وړاندې د ګواښونو زیاتېدل د افغانستان لپاره منفي پیام درلودلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې د دې دفتر لخوا د مرسته رسوونکيو پر وړاندې د ګواښونو ۲۰۰ پیښې ثبت شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 100667

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100667/

جمهور
  https://www.jomhornews.com