امریکا وايي، د طالبانو د مالي سرچینې به وچې کړو

5 دلو 1396 ساعت 10:16

د امریکا استخباراتي ادارې د طالبانو د مالي سرچینو پر وچېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پر طالبانو د مالي سرچینو وچول یې له لومړیتوبونو څخه دی.


د امریکا استخباراتي ادارې د طالبانو د مالي سرچینو پر وچېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پر طالبانو د مالي سرچینو وچول یې له لومړیتوبونو څخه دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې مشر مایک پمپیو کړې او زیاته کړې یې ده، چې سي آی اې او د امریکا مالیې وزارت د طالبانو د مالي سرچینو پر بندېدا کار پیل کړی دی.

نوموړي چې د امریکا په امریکن انټرپرایز څیړنیز مرکز کې یې خبرې کولې و ویل، چې روان کال کې یې د وسله والو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو وچېدل له لومړیتوبونو څخه دي او امریکا به هیڅکله د ترهګرۍ ضد جګړه کې افغانستان یواځې پرې نږدي.

د هغه په وینا القاعده شبکه اوس هم یو ګواښ دی او امریکا د دې ډلې په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې ته ژمنه ده.

په ورته وخت کې د ناټو سازمان سرمنشي هم په دې ناسته کې ویلي، هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا له افغان خاورې د خپلو موخو لپاره ګټه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 100761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com