۰

امریکا وايي، د طالبانو د مالي سرچینې به وچې کړو

پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۶
د امریکا استخباراتي ادارې د طالبانو د مالي سرچینو پر وچېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پر طالبانو د مالي سرچینو وچول یې له لومړیتوبونو څخه دی.
امریکا وايي، د طالبانو د مالي سرچینې به وچې کړو
د امریکا استخباراتي ادارې د طالبانو د مالي سرچینو پر وچېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې پر طالبانو د مالي سرچینو وچول یې له لومړیتوبونو څخه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې مشر مایک پمپیو کړې او زیاته کړې یې ده، چې سي آی اې او د امریکا مالیې وزارت د طالبانو د مالي سرچینو پر بندېدا کار پیل کړی دی.

نوموړي چې د امریکا په امریکن انټرپرایز څیړنیز مرکز کې یې خبرې کولې و ویل، چې روان کال کې یې د وسله والو ترهګرو ډلو د مالي سرچینو وچېدل له لومړیتوبونو څخه دي او امریکا به هیڅکله د ترهګرۍ ضد جګړه کې افغانستان یواځې پرې نږدي.

د هغه په وینا القاعده شبکه اوس هم یو ګواښ دی او امریکا د دې ډلې په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې ته ژمنه ده.

په ورته وخت کې د ناټو سازمان سرمنشي هم په دې ناسته کې ویلي، هېڅ ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا له افغان خاورې د خپلو موخو لپاره ګټه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي