ننګرهار کې ۳۰ داعشیان وژل شوي او یو پاکستانی داعشي له کورنۍ سره نیول شوی

7 دلو 1396 ساعت 10:50

د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د ۳۰ داعش وسله والو د وژل کېدو او وايي یو بل پاکستانی داعشي یې له کورنۍ سره یو ځای نیولی دی.


د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د ۳۰ داعش وسله والو د وژل کېدو او وايي یو بل پاکستانی داعشي یې له کورنۍ سره یو ځای نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه داعشیانو ته تېره ورځ جمعه د (سلواغې ۶مه) د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي ویاند وايي افغان امنیتي ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ په مریز کنډو، چاروازی، رود خانې، میاجي بابا او کجینه سیمو کې د وسله والو پر وړاندې هوايي او ځمکني عملیات کړي.

نوموړي زیاته کړه په دغه عملیاتو کې د بهرنیانو په ګډون ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي، د هغوی یو شمېر پټنځایونه، وسایط، وسلې او مهامت له منځه وړل شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د همدې ولسوالۍ د کرش پلاټ په سیمه کې امنیتي ځواکونو د اکرام په نوم یو پاکستانۍ داعشي چې مشهور په عبدالله کشمیري دی نیول شوی.

نوموړي زیاته کړه، عبدالله کشمیري د پاکستان د کشمیر اوسېدونکی دی، چې د خپلی مېرمنې او څلور تنو اولادونو سره یو ځای امنیتي ځواکونو نیولی دی.

جمهور خبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 100806

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100806/

جمهور
  https://www.jomhornews.com