د ننګرهار چارواکي په دغه ولایت کې د ۳۰ داعش وسله والو د وژل کېدو او وايي یو بل پاکستانی داعشي یې له کورنۍ سره یو ځای نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه داعشیانو ته تېره ورځ جمعه د (سلواغې ۶مه) د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي ویاند وايي افغان امنیتي ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ په مریز کنډو، چاروازی، رود خانې، میاجي بابا او کجینه سیمو کې د وسله والو پر وړاندې هوايي او ځمکني عملیات کړي.
نوموړي زیاته کړه په دغه عملیاتو کې د بهرنیانو په ګډون ۳۰ داعش وسله وال وژل شوي، د هغوی یو شمېر پټنځایونه، وسایط، وسلې او مهامت له منځه وړل شوي دي.
دغه راز هغه زیاته کړه، چې د همدې ولسوالۍ د کرش پلاټ په سیمه کې امنیتي ځواکونو د اکرام په نوم یو پاکستانۍ داعشي چې مشهور په عبدالله کشمیري دی نیول شوی.
نوموړي زیاته کړه، عبدالله کشمیري د پاکستان د کشمیر اوسېدونکی دی، چې د خپلی مېرمنې او څلور تنو اولادونو سره یو ځای امنیتي ځواکونو نیولی دی.
جمهور خبري آژانس:ننګرهار