۰
د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې د طالبانو غبرګون:

د جګړې د تودېدو او وینې توېدنې مسؤولیت به ستاسو پر غاړه وي

سی شنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۱
وسله والو طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یې دي، نور له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي غبرګون ښودلی او دهغه دریځ یې د امریکا د جګړه ماري سیاست زېږنده بللی دی.
د جګړې د تودېدو او وینې توېدنې مسؤولیت به ستاسو پر غاړه وي
وسله والو طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یې دي، نور له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي غبرګون ښودلی او د هغه دریځ یې د امریکا د جګړه ماري سیاست زېږنده بللی دی.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي، طالبان په افغانستان
د طالبانو په دې پیغام کې ویل شوي« دا چې ټرمپ او ملګرو یې سوله مردوده وبللـه، د جګړې او د خونریزۍ د دوام ټول مسؤلیت هم د دوی په غاړه دی، ځکه چې هم یې په خپل یرغل سره د روانې جګړې اور بل کړی او هم د تفاهم او سولې احتمالات نفی کوي.»
کې له توپیر پرته بې ګناه خلک وژني او امریکا اوس له دې ډلې سره خبرو ته چمتو نه ده.

ټرامپ زیاته کړې« ګورو چې هغوی خپل خلک وژني، بیګناه ښځې او ماشومان وژني، دا ډېر وحشتناک دی. ځکه موږ له طالبانو سره خبرې نه کوو.»

د هغه په وینا دی به هغه کار وکړي، چې نورو تر اوسه نه دی کړی او ویې ویل« موږ هغه څه ختموو چې باید یې ختم کړو، بل هېچا هم دا کار ختم نشو کړی، موږ یې ختمولی شو، د خبرو لپاره به وخت وي، خو ډېر وخت به ونیسي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه راز و ویل هلته (افغانستان کې) بل ډول جګړه روانه ده.

خو وسله والو طالبانو د ټرمپ د دې خبرو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو سره له خبرو انکار به په افغانستان کې جګړه لا توده کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ په ښکار
ټرامپ زیاته کړې« ګورو چې هغوی خپل خلک وژني، بیګناه ښځې او ماشومان وژني، دا ډېر وحشتناک دی. ځکه موږ له طالبانو سره خبرې نه کوو.»
ټکو کې د سولې او تفاهم به موضوع د بطلان کرښه تېره کړه.

د طالبانو په دې پیغام کې ویل شوي« دا چې ټرمپ او ملګرو یې سوله مردوده وبللـه، د جګړې او د خونریزۍ د دوام ټول مسؤلیت هم د دوی په غاړه دی، ځکه چې هم یې په خپل یرغل سره د روانې جګړې اور بل کړی او هم د تفاهم او سولې احتمالات نفی کوي.»

طالبانو په دې پیغام کې یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي تر هغو به وسله والې مبارزې «جهاد» ته ادامه ورکړي تر څو ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي نه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي