د کورنیو چارو وزارت:

تېره یوه اوونۍ کې تر ۴۵۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

11 دلو 1396 ساعت 10:48

د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۴۵۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۴۵۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۱ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسله والو ته دغه مرګ ژوبله یوازې په تېره یوه اوونۍ کې اوښتې ده.

په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ګډو افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې ټولټال ۳۰۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په ۸۵ کډو عملیاتو کې د هېواد په فراه، زابل، فاریاب، کندوز، هلمند، اروزګان، کندهار، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، غور، جوزجان، بدخشان، پروان، او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې ۴۲ وسله وال نیول شوي هم دي، خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه به په پوره همغږۍ او مېړانې سره د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 100945

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100945/

جمهور
  https://www.jomhornews.com