۰
د کورنیو چارو وزارت:

تېره یوه اوونۍ کې تر ۴۵۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۸
د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۴۵۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره یوه اوونۍ کې تر ۴۵۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ۴۵۴ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۱۱ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسله والو ته دغه مرګ ژوبله یوازې په تېره یوه اوونۍ کې اوښتې ده.

په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ګډو افغان ځواکونو په دې عملیاتو کې ټولټال ۳۰۸ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له وسله والو ته دغه مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په ۸۵ کډو عملیاتو کې د هېواد په فراه، زابل، فاریاب، کندوز، هلمند، اروزګان، کندهار، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، غور، جوزجان، بدخشان، پروان، او کاپیسا ولایتونو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې ۴۲ وسله وال نیول شوي هم دي، خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونه به په پوره همغږۍ او مېړانې سره د وسله والو مخالفینو پر وړاندې له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي