د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه مياشتې نوره هم وغځوله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت تېره ورځ د سلواغې ۱۱ مه په همدې اړه یوه غونډه درلوده.
د رسنیو د راپور له مخې په دې ناسته کې چې مشري یې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کوله د افغانستان کډوالو د اوسېدو موده د دوه میاشتو له پاره د غځولو پرېکړه وشوه.
بل خوا د راپورونو له مخې، د پاکستان د کډوالو چارو وزارت کابينې ته د افغان کډوالو د اوسېدنې نېټه د پنځو مياشتو لپاره د غځولو وړانديز کړى و.
دغه وزارت ويلي، دا نا ممکنه ده چې په کم وخت کې دومره زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږل شي؛ ځکه يې د پنځو مياشتو غوښتنه کړې وه.
باید و ویل شي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې نېټه د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه پاى ته رسېدلې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل