۰

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه میاشتې وغځوله

پنجشنبه ۱۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۵
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه مياشتې نوره هم وغځوله.
پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه میاشتې وغځوله
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه مياشتې نوره هم وغځوله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت تېره ورځ د سلواغې ۱۱ مه په همدې اړه یوه غونډه درلوده.

د رسنیو د راپور له مخې په دې ناسته کې چې مشري یې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي کوله د افغانستان کډوالو د اوسېدو موده د دوه میاشتو له پاره د غځولو پرېکړه وشوه.

بل خوا د راپورونو له مخې، د پاکستان د کډوالو چارو وزارت کابينې ته د افغان کډوالو د اوسېدنې نېټه د پنځو مياشتو لپاره د غځولو وړانديز کړى و.

دغه وزارت ويلي، دا نا ممکنه ده چې په کم وخت کې دومره زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږل شي؛ ځکه يې د پنځو مياشتو غوښتنه کړې وه.

باید و ویل شي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني استوګنې  نېټه د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر په ٣١مه پاى ته رسېدلې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي