د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

راتلونکو ټاکنو کې به هېڅ ډول درغلي نه وي

15 دلو 1396 ساعت 12:34

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او نور ټاکنو کې به هېڅ دول درغلي نه وي، بلکې ټاکنې به پوره روڼتیا تر سره شي.


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي ډاډ ورکوي، چې په راتلونکو پارلماني، ولسوالیو شوراګانو او نور ټاکنو کې به هېڅ دول درغلي نه وي، بلکې ټاکنې به پوره روڼتیا تر سره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون نوي مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن یک شنبې د سلواغې ۱۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مها و و ویل، چې په راتلونکو ټاکنو کې به هغه کسان پارلمان، ولسوالیو شورا ګانو ته لار ومومي، چې د ولس ریښتیني استازي وي.

نوموړي د راتلونکو ټاکنو پر شفافیت او روڼ والي ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کمېسیون ټول مشرتابه په پوره ایماندارۍ او روڼوالي سره راتلونکې ټاکنې تر سره کړي.

د هغه په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون غواړي له ټولو اړونده بنسټونو لکه افغان دولت، نړیواله ټولنه، مدني ټولې او د افغانستان له خلکو سره خپله همکاري زیاته او د هغوی پر مټ رڼو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي و ویل، چې د روڼو ټاکنو د ترسراوي په موخه یې په یاد کمېسیون کې اصلاحات پیل کړي چې له مخې به یې ټول خالي بستونه او هغه بستونه چې دا مهال د سرپرستانو له خوا پر مخ وړل کېږي ډک کړي.

ده و ویل، چې د دغه کسانو د ګمارې پروسه به هم په پوره ځرکتیا او روڼتیا تر سره او هغه کسان به وټاکل شي، چې وړتیا لري.

په ورته وخت کې صیاد دا هم و ویل، چې د ټاکنیزو مرکزونو د ارزونې پروسه چې مخکې بشپړه شوې او دا مهال یې د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون په اړه څېړنه کوي، له کمېسیون سره شریک او د مرکزونو وروستۍ شمېره به اعلان شي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د رایه ورکوونکو د نوملړ او فهرست پروسه هم په جریان کې او د نفوسو د ثبت اوحوال ادارې څخه غوښتل شوي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له مخکنیو ژمنو سره سمې پیل کړي.

ده  وویل، چې د ټاکنو د لارښود د کتابونو د چاپ او برابرو لړۍ هم روانه ده او دا کتابونه په ډېر ژر هېواد ته وارد او له هغې وروسته له هغه به د رایې ورکولو په مرکزونو کې د عامه پوهاوي د کارکوونکو ګمارنه هم پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس یو ځل بیا له افغان حکومت، نړیوالې تولنې، مدني تولنو، د ټاکنو د څار بنسټونو او دغه راز له افغان ولس څخه وغوښتل، چې د رڼو ټاکنو د تر سره کېدا په برخه کې کمېسیون ته لاس ورکړي او مرسته ورسره وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com