۰

بدخشان کې د طالبانو ۶ تاجکستاني غړي وژل شوي دي

دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۴
په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو شپږ تاجکستاني غړي وژل شوي دي.
بدخشان کې د طالبانو ۶ تاجکستاني غړي وژل شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي وایي، بدخشان ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو شپږ تاجکستاني غړي وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشبنې د سلواغې ۱۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه تاجکستاني طالبان د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې وژل شوي.

سرچینې ویلي افغان ځواکونو د وردوج ولسوالۍ د چاکران او آب جال سیمو کې پر وسله والو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو شپږ تاجکستاني غړي وژل شوي دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې بریدونو کې د وسله والو ۲ عرادې هاموي موټر، یو میل دهشکه او د هغوی یو پتنځای له منځه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې خبرپاڼه وايي په شمال کې د وسله والو پر ضد د افغان ځواکونو د نوید ۸ عملیات په شدت او بریالیتوب سره مخ ته روان دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي