د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

افغان کډوال دې بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي

17 دلو 1396 ساعت 9:08

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دغه هېواد کې له مېښتو افغان کډوالو غوښتي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په دغه هېواد کې له مېښتو افغان کډوالو غوښتي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راز خواجه اصف له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې خپل هېواد ته افغان کډوالو د بېرته ستېدو له پاره اقدامات وکړي.

خواجه اصف ادعا کړې، چې ترهګر په پاکستان کې د افغان کډوالو په کمپونو کې پټنځایونه لري، نو ځکه له افغانستان څخه غواړي، چې خپل کډوال بېرته وروغواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د ترهګرۍ له منځه وړلو له پاره د کابل او اسلام آباد همکاري مهمه ده او تر څو دواړه لوري دا مساله جدي ونه ګڼي ترهګري به دوام وکړي.

هغه تينګار کړی، چې افغانستان او پاکستان ته پکار ده، چې د ترهګۍ ضد مبارزه کې یو له بل سره همکاري زیاته کړي.

دغه راز نوموړي له افغان حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې، چې پر ډېورنډ کرښه خپل امنیتي تدابیر زیات کړي تر څو د ترهګرو د اوښتو راوښتو مخه ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101122

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101122/

جمهور
  https://www.jomhornews.com