۰

پاکستان پر ډېورنډ کرښه د کټارو لګولو له پاره له امریکا مرسته غوښتې

شنبی ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۴
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف له امریکا غوښتي، چې د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار او کټارو د لګولو له پاره له پاکستان سره مرسته وکړي.
پاکستان پر ډېورنډ کرښه د کټارو لګولو له پاره له امریکا مرسته غوښتې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف له امریکا غوښتي، چې د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار او کټارو د لګولو له پاره له پاکستان سره مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آصف ویلي که له افغانستان سره ۲۳۴۳ کیلومتره کرښه کټارې ولګول شي، نو دا کار به د ترهګرۍ له کمېدو سره مرسته وکړي.

خواجه اصف بلومبرګ امریکايي خپرونې ته په مرکه کې زیاته کړې د دې پروژې په بشپړولو کې دا د امریکا لپاره ډېرې پیسې نه دي.

نوموړي ویلي امریکا له ترهګرۍ سره پر جګړې ډېرې پیسې لګوي، خو که پر ډېورنډ کرښه د اغزان تار او کټارو په لګولو کې له پاکستان سره مالي مرسته وکړي دا کار به تر ډېره د ترهګرۍ مخه ونیسي.

د هغه په وینا د کټارو په لګولو سره به ترهګر ونه توانېږي، چې له پولې یوه او بلې غاړې ته واوړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په وینا د افغانستان او پاکستان پوله د هر چا پر مخ پرانیستې ده؛ د ورځې شاوخوا ۷۰ زره تنه پر دې پوله اوړي او دا ترهګرو ته اسانتیا برابروي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له دغه هېواد د افغان کډوالو پر ستنېدا هم ټينګار کړی دی او دا یې د سولې له پاره مهم ګام بللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت او ولس پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار او کټارو له لګولو سره په وار وار مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې که پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادق وي، نو په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه له منځه یوسي او د ترهګرو ډلو له ملاتړه دې لاس واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي