ټرمپ او مودي د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

21 دلو 1396 ساعت 9:48

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په سیمه کې پر روانو حالاتو خبرې اترې کړې دي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره په سیمه کې پر روانو حالاتو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه خبرې اترې د تلېفون له لارې شوې او دواړو مشرانو د افغانستان په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.

د هند لومړي وزیر ښاغلي مودي ویلي چې هند به د افغانستان په بیا رغونه او امنیت کې پر خپلو ژمنو عمل کوي او له امریکا سره به د جنوبي اسیا په اړه په نوې تګلاره کې همکاري کوي.

دواړو لورو په جنوبي اسیا کې پر روانو سیاسي او امنیتي مسایلو هم خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وايي، د جنوبي اسیا په اړه په نوې تګلاره کې هند د امریکا ښه ملګری بلل شوی دی او دواړه هېوادونه به د ګډو ګټو په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101227

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101227/

جمهور
  https://www.jomhornews.com