۰

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د قیادي شورا جوړلو آوازې بې بنسټه دي

شنبی ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۸
ولسمشرۍ ماڼۍ د قیادي شورا د جوړولو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او دا یې بې بنسټه آوازې بللې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د قیادي شورا جوړلو آوازې بې بنسټه دي
ولسمشرۍ ماڼۍ د قیادي شورا د جوړولو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او دا یې بې بنسټه آوازې بللې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې داسې آوازې او راپورونه خپاره شول، چې ګڼې افغان حکومت او امریکا په پام کې لري د قیادي شورا په جوړلو سره د واک دوره تر پنځو نورو کلونو پورې هم وغځوي.

خو د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وایي هغه راپورونه ناسم دي، چې وايي ولسمشر غواړي د خپل واک موده وغځوي.

نوموړي آزادۍ رادیو ته ویلي، چې د واک د غځولو او ټاکنو نه کولو یا قیادي شورا د جوړلو په اړه هېڅ ډول بحث نه دی شوی.

د مرتضوي په خبره ولسمشر به په اساسي قانون کې له ټاکل شوې، مودې یوه ورځ هم اضافه دنده تر سره نه کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ټاکنې پخپل وخت تر سره کېږي او له اساسي قانون سره سم به هغه څوک ولسمشر شي، چې د ولس رایې خپلې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي