۰
مجددي:

ټولې نړۍ ته ترهګري او فراطیت له پاکستانه صادر شوي دي

یکشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۷
پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي په اسلام آباد کې د پښتنو له لاریونونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې ټولې نړۍ ته افراطیت او ترهګري له پاکستانه صادره شوې ده.
ټولې نړۍ ته ترهګري او فراطیت له پاکستانه صادر شوي دي
پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي په اسلام آباد کې د پښتنو له لاریونونو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې ټولې نړۍ ته افراطیت او ترهګري له پاکستانه صادره شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجددي تېره ورځ (شنبې د سلواغې ۲۱ مه) کابل کې د یوې غونډې پر مهال پاکستان کې د پښتونو له لاریونو ملاتړ اعلان کړ.

هغه و ویل، چې د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د پښتنو د حقوقو په اړه او د ترهګرۍ او افراطیت ضد لاریونونو څخه ملاتړ کوي.

ښاغلي مجددي زیاته کړه، چې اسلام د عدل او انصاف دین دی او په همدې اساس د انسان استثمار او محرومیت د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي، په کلکه غندي.

پخواني افغان ولسمشر و ویل دا چې نن د قبايلي سيمو اوسېدونکو پښتنو داسلام اباد د استخباراتو او پوځ د افراطيت، بربريت او بې عدالتيو پر وړاندې مدني حرکتونه پيل کړي، د ټولو مسووليت دى چې د دوى ملاتړ وکړي، ځکه چې په وینا یې ټولې نړۍ ته افراطیت او ترهګري له پاکستانه صادره شوي دي.

ښاغلي مجددي پر داسې مهال په پاکستان کې د پښتنو له لاریونونو ملاتړ اعلانوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دغه لاریونونو ملاتړ اعلان کړی دی.

ښاغلي غني په خپل ټوېټر لیکلي« په پاکستان کې د افراطیت او تروریزم پر ضد د پراخو مدني او سوله ییزو حرکتونو ملاتړ کوو.»

ښاغلي غني وايي، دغه تاریخي مدني حرکتونه چې اصلي هدف یې د افراطیت پر وړاندې
پخواني افغان ولسمشر و ویل دا چې نن د قبايلي سيمو اوسېدونکو پښتنو داسلام اباد د استخباراتو او پوځ د افراطيت، بربريت او بې عدالتيو پر وړاندې مدني حرکتونه پيل کړي، د ټولو مسووليت دى چې د دوى ملاتړ وکړي، ځکه چې په وینا یې ټولې نړۍ ته افراطیت او ترهګري له پاکستانه صادره شوي دي.
صف بندي ده، د ارزښت له مخې د عدم تشدد د سرلاري فخر افغان خان عبدالغفار خان فلسفې سره تړاو لري.

ولسمشر ویلي له نړیوالو او همدغه راز په پاکستان کې له مدني ټولنو څخه هیله کېږي چې د دغه ډول حرکتونو ملاتړ وکړي.

د هغه په وینا لکه څرنګه چې په پاکستان کې د حقوق دانانو حرکت یوې نتیجې ته ورسېد، تمه ده، چې د پښتنو دغه خوځښت هم د افراطیت د ریښو تر اېستلو دوام ومومي.

دغه راز ولسمشر په رسنیو غږ کړی، چې د خپل سپېڅلي رسالت د عملي کولو او د بې طرفۍ اصل ته د درناوي لپاره د دغو لاریونونو رښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې او په ځانګړې توګه د دوی د مظلومیت غږ چې د تروریزم قربانیان دی نړیوالو خصوصاً مسلمانانو ته ورسوي.

ښاغلي غني وايي، په کابل کې له وروستیو فاجعو وروسته ما په افغانانو او خصوصاً د سیمې په وګړو غږ وکړ چې د تمدن، انسانیت، اسلامیت او همدغه راز د تروریزم او وحشت ترمنځ صفونه جلا کړي.

افغان ولسمشر زیاته کړې«زما په اند دغه مدني خوځښتونه په پاکستان کې زما له هغو څرګندونو وروسته یو ښه نوښت دی چې باید اخلاقي ملاتړ یې وشي.»

باید و ویل شي، چې په پاکستان کې د دې هېواد د حکومت پر ضد له ډېورنډ کرښې د پورې غاړې پښتنو لاریونونه مخ پر زیاتېدو دي او دې کار د پاکستان حکومت ورخطا کړی.

دغه لاریونه ۱۱ ورځې وړاندې په کراچۍ کې د یوه ځوان نقیب مسید تر وژل کېدو وروسته پیل شوي.

نقیب مسید د پولیسو په یوه جعلي جوړه شوې جګړه کې وژل شوی او وروسته پولیس اعتراف کړی، چې هغه بې ګناه و.

د نقیب تر وژل کېدو وروسته لومړی د هغه ملګرو پر خواله رسنیو خلک لاریون ته وهڅول، چې لاریون لومړی له دیره اسماعیل خان څخه پیل شو، خو اوس اسلام آباد ته رسېدلی.

دغه لاریون یوازې په اسلام آباد کې هم نه دی، بلکې اوس ډېری سیمو او ان وړو کلیو ته رسېدلی او د لاریون کوونکو شمېر هم تر میلیون اوړي.

دوی د پاکستان د حکومت ضد شعارونه ورکوي، د پاکستان حکومت د پښتنو په حق خوړلو، بشري جنایتونو او دغه راز د ترهګرۍ پر ملاتړ تورنوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي