د کورنیو چارو وزارت:

۹۴ لوړپوړي چارواکي د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي

24 دلو 1396 ساعت 9:15

کورنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست د اختلاس، بډو او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د څلورو جنرالانو په ګډون د ۱۴۶ افسرانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارلې دي.


کورنیو چارو وزارت د تفتیش ریاست د اختلاس، بډو او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور د څلورو جنرالانو په ګډون د ۱۴۶ افسرانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته سپارلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د تفتیش رئیس ضیا کوهستاني وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې د کورنیو چارو وزارت اړوند ۵۴۰ جرمي پیښې څیړلې دي.

نوموړي زیاته کړې،  ۱۲۵ دوسیې چې په کې څلور جنرالان،۹۰ لوړپوړي افسران، ۵۲ ساتنمنان او شپږ لوړپوړي ملکي مامورین شامل دي څېړلې دي.

دی زیاتوي، چې په دې موده کې یې د حکومت د شپږو لوړپوړو ملکي مامورينو دوسیې هم څارنوالۍ ته سپارلي او همداشان د پولیسو ۱۳۰ افسرانو ته، چې له عسکري قوانینو څخه یې سرغړونه کړې وه، سزا ورکړل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش د عمومي رئیس په وینا په دغه وزارت کې د اداري فساد اړوند په یو شمیر نورو لویو دوسیو هم څیړنې روانې دي او دغه وزارت د فساد پر وړاندې مبارزې ته کلک هوډ لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com