معتصم اغاجان:

چمتو یم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو منځګړیتوب وکړم

24 دلو 1396 ساعت 12:34

پخوانی طالب چارواکی معتصم آغاجان وايي، چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.


پخوانی طالب چارواکی معتصم آغاجان وايي، چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې آغاجان اسوشټېډ پرېس خبري آژانس ته ویلي، چې په افغانستان کې د ستونزې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې اترې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جګړو او بمونو او دغه راز د سرتېرو د ډېرولو له لارې طالبان نه شي ماتولی.

دغه پخواني طالب چارواکي ټینګار کړی، چې که پر وسله والو طالبانو نظامي فشار ډېرېږي، نو دوی به د ځانمرګو بریدونو او نورو جګړو له لارې خپل غچ اخلي.

د هغه په وینا د افغانستان د ستونزې د حل له پاره غوره لار د سولې خبرې اترې دي او دی چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 101358

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101358/

جمهور
  https://www.jomhornews.com