لوګر کې چاودنې څلور سیمه ییزه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

25 دلو 1396 ساعت 13:40

چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


 چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهار شنبې د سلواغې ۲۵ مه د ولايت د مرکز پل علم اړوند د کمال خېلو په سیمه کې د پولیسو پر رنجر موتر شوې ده.

د والی ویاند سلیم صالح په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي، چې کابل ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي وايي، رنجر موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس: لوګر
 
 
 


د مطلب کود: 101412

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101412/

جمهور
  https://www.jomhornews.com