چارواکي وايي، په لوګر ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهار شنبې د سلواغې ۲۵ مه د ولايت د مرکز پل علم اړوند د کمال خېلو په سیمه کې د پولیسو پر رنجر موتر شوې ده.
د والی ویاند سلیم صالح په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي، چې کابل ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي وايي، رنجر موټر په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس: لوګر