۱

۲۰۱۷کال کې تر ۱۰زرو زیات افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۵
ملګري ملتونه وايي، په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې تر لسو زرو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
۲۰۱۷کال کې تر ۱۰زرو زیات افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملګري ملتونه وايي، په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې تر لسو زرو زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه تازه راپور خپور کړی او په کې ویلي یې دي، چې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د امنیتي پېښو پر مهال ١٠٤٥٣ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې کال کې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د امنیتي پېښو پر مهال ٣٤٣٨ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ٧٠١٥ تنه ټپيان  دي.

په راپور کې ویل شوي، چې له يادو ملکي تلفاتو څخه د ٦٥ سلنې مسووليت د حکومت وسله والو مخالفينو پر غاړه ده، چې ٤٢ سلنه يې د طالبانو،١٠ سلنه يې د داعش او پاتې نور يې د نورو حکومت مخالفو وسله والو پر غاړه دى.

د راپور پر بنسټ د دې ملکي تلفاتو ١٦ سلنه د حکومتي ځواکونو، ٢ سلنه يې د نړيوالو ځواکونو، نږدې يوه سلنه د پاکستانيو ځواکونو په راکټي بريدونو او ١١ سلنه يې دواړو لوريو ته راجع شوي دي.

که څه هم تېر کال تر لسو زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله ژوبله اوښتې خو د يوناما په راپور کې راغلي، تېر کال د ٢٠١٦ زېږديز کال په پرتله د ملکي تلفاتو په کچه کې ٩ سلنه کموالى راغلى دى.

په دې راپور کې ویل شوي، چې  په ٢٠١٦ کال کې ١١٣٤٣ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې ٣٥١٠ تنه وژل شوي  او ٧٩٢٤ تنه ټپيان وو.

یوناما پر دې ژوره اندېښنه ښودلې ده چې په تېرو څلورو کلونو کې په پرله پسې توګه د ملکي تلفاتو کچه له لسو زرو څخه لوړه وي او ډېری مرګ ژوبله د په ځانمرګو بريدونو، ماین چاودنو ، 
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په دې کال کې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د امنیتي پېښو پر مهال ٣٤٣٨ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ٧٠١٥ تنه ټپيان دي.
هوايي بريدونو او ډله ييزو بريدونو کې اوښتي ده.

د یوناما په راپور کې راغلی، چې د ماينونو له امله د ملکي تلفاتو مرګ ژوبله د پخوا په پرتله ١٦ سلنه کمه شوې ده، ځکه چې نور ډله ييز او ځانمرګي بريدونه زيات شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د پخوا په پرتله په قصدي توګه د ملکي وګړو په نښه کولو پېښې زياتې شوې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو وايي، په دغه راپور کې هېښوونکې شمېرې رابرسېره شوې او يوازې شمېرې نه شي کولی پر عامو خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو يې ناوړه بشري اغېزې راونغاړي.

ياماموتو د ځانمرګو بريدونو له امله ملکي وګړو ته د اوښتي زيان په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او وايي«زه په ځانګړې توګه په ملکي استوګن سيمو کې له توپير پرته او په  غير قانوني توګه د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو ، ځانمرګو  بريدونو او له  فشار سره چاودېدونکو وسلو د کارولو دوام  ټکان راکړى.»

دی زیاتوي، که څه هم د ملکي تلفاتو دويم ستر لامل د حکومت پلوه وسله والو او حکومت مخالفو وسله والو ترمنځ ځمکنۍ نښتې وې، خو بيا هم د وړم کال په پرتله په کې ١٩ سلنه کموالى راغلى دى.

د يوناما په راپور کې راغلي، د ٢٠١٦ کال په پرتله د ماشومانو  او  ښځو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده، د ښځو د مرګ ژوبلې کچه پنځه سلنه لوړه شوې، تېر کال ٣٥٩ مېرمنې وژل شوې او ٨٦٥ نورې ټپيانې شوې دي.

دغه راز راپور کې زياته شوې، د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه هم ١٠ سلنه لوړه شوې، په دې کال کې ٨٦١ ماشومان وژل شوي او ٢٣١٨ تنه نور ټپيان شوي دي.

يوناما ويلي،د ٢٠١٧ زېږديز کال پر مهال تر ټولو خونړۍ پېښه په کابل کې ثبت شوې چې له ٢٠٠٩ زېږديز کال راهيسې چې يوناما د ملکي تلفاتو راټولنه پيل کړې، تر ټولو خونړۍ وه، په دې پېښه کې چې د مۍ د مياشتې په ٣١مه، وه  ٩١ ملکي وګړي ووژل شول او ٤٩٢ نور ټپيان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي