د اوکراین ولسمشر پترو پروشینکو وايي، روسیې نړۍ له انټرنټي جګړې سره مخ کړې ده او غربي دولتونه یې باید مخنیوی وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پترو پروشینکو دغه څرګندونې د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کړې او له لوېدیځو دولتونو یې غوښتي، چې په اوکراین کې مسکو د نفوذ د پراختیا مخنیوی وکړي.
نوموړي ویلي، چې مسکو په نړۍ کې د افراطي ښي او کیڼ اړخو ګوندونو ملاتړ کوي او په نړۍ کې د ناکرارۍ جوړولو لپاره يې خپل انټرنټي پوځ په کار اچولی او د انټرنټ له لارې ناسم معلومات خپروي.
ده د کرېمیا الحاق ته په اشارې ویلي، چې د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو وسله والو د روسیې ملاتړ په داسې کړکېچ بدل شوی چې د دیموکراتیکو ارزښتونو پر ضد دی.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، چې پر روسیه بندیزونو اغېز کړی او د اړتیا په وخت کې باید زیات شي.
جمهورخبري آژانس:کابل