د روسیې د بهرنیو چارو وزیر:

د روسیې او امریکا اړیکې نورې هم ترینګلې شوې

28 دلو 1396 ساعت 11:16

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ سره د روسیې او امریکا اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ سره د روسیې او امریکا اړیکې نورې هم ترینګلې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاوروف ویلي، چې امریکا د ټولو نړیوالو اصولو پر خلاف د روسیې ديپلوماتیک توکې ګرځولي دي او دا د نړیوالو قوانینو او همدا راز د امریکا د قوانینو نقض دی.

دی وايي، د ټرمپ د یو نیم کلنې واکمنۍ پر مهال نه یوازې دا چې د امریکا او روسیې اړیکې ښې نه شوې بلکې ورځ تر بلې خرابېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې دوی پر یوه شکایت کار کوي چې له مخې یې باید امریکا د ځينو غیر قانوني کړنو په اړه حساب ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101481

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101481/

جمهور
  https://www.jomhornews.com