۰
د کورنیو چارو وزیر:

د ټاپي پروژې د امنیت د ټنګښت له پاره پوره چمتوالی لرو

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۱
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، پولیس د ټاپي پروژې د امنیت د ټنګښت له پاره پوره چمتوالی لري.
د ټاپي پروژې د امنیت د ټنګښت له پاره پوره چمتوالی لرو
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، پولیس د ټاپي پروژې د امنیت د ټنګښت له پاره پوره چمتوالی لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي برمک دغه څرګندونې د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي د کورنیو چارو وزارت له نورو اړونده امنیتي ارګانونو سره په ګډه د کابل د امنیتي پلان د تطبق له پاره چمتو دی او په یاد پلان کې د کابل د امنیتي له پاره څلور امنیتي کړۍ په پام کې نیول شوې دي.

ښاغلي برمک امنیت په موخه په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د پیل شوې لړۍ په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه وزارت تازه اقدام کې د کابل ښار د حوزو له پاره نوي کسان په دندو ګمارلي، چې دا هم د کابل د امنیتي پلان یوه برخه وه.

برمک ټینګار کړی، چې د کورنیو چارو وزرت اصلاحاتو ته ژمن دی او په دې برخه کې شوي اصلاحات او له خلکو سره د پولیسو اړیکې په ژوره توګه څاري.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر د ټاپي پروژې په اړه چې افغانستان کې به یې عملي کار په څو راتلونکو ورځو کې پیل شي، و ویل، چې پولیس د یادې پروژې د امنیت ساتنې له پاره بشپړ چمتوالی لري.

نېکولسن هم د کورنیو چارو وزارت له خوا د اصلاحاتو د لړۍ د پیل ملاتړ کړی او د کابل د حوزو د چارواکو پر ټاکل کېدو یې خوشي څرګنده کړې ده.

هغه و ویل، دوی چمتو دي، چې د حوزو د امرینو له پاره د مسلکي او تخصصي زده کړو زمینه برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي