۰
د سمنګانو لرې کړل شوی والي:

د جمعیت ګوند د مشرتابه تر پرېکړې پورې به والي وم

یکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۳
د سمنګانو ولایت لرې کړای شوی والي عبدالکریم خدام وايي تر هغې به خپلې دندې ته ادامه ورکړي، تر څو یې په اړه د جمعیت ګوند رهبري شورا پرېکړه نه وي کړې.
د جمعیت ګوند د مشرتابه تر پرېکړې پورې به والي وم
د سمنګانو ولایت لرې کړای شوی والي عبدالکریم خدام وايي تر هغې به خپلې دندې ته ادامه ورکړي، تر څو یې په اړه د جمعیت ګوند رهبري شورا پرېکړه نه وي کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هغه پنځو والیانو د تغیر او تبدیل په ډله کې له دندې لرې کړای شو، چې د سیمه ییزه ارګانونو ادارې په غوښتنه او د ولسمشر په امر تغیر او تبدیل شوي دي.

د ځینو ولایتونو والیان له یوه و بل ولایت ته تبدیل شول، خو د لوګر والي حلیم فدايي، د میدان وردګو والي ځنډی ګل زماني او د سمنګانو والي عبدالکریم خدام درې هغه والیان و، چې له دندو لرې کړای شول.

خو د سمنګانو لرې کړای شوي والي نن د یوه خبري غونډې پر مهال و ویل، چې دغه پرېکړه د خلکو او جمعیت ګوند د غوښتنو پر خلاف تر سره شوې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل«دا پرېکړه نه منم، د جمعیت ګوند او ترکمن خلکو پرېکړې ته په تمه یم، تر څو جمعیت ګوند او د ترکمن قوم مشرانو زما په اړه پرېکړه نه وي کړې، تر هغې به ولایت ته ادامه ورکړم.»

د سمنګانو لرې کړای شوي والي د ولسمشر ماڼۍ دغه پرېکړه وغندله او هغه یې له انصاف څخه لرې وبلله.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي