پاکستاني رسنۍ وايي، ټاکل شوې لوړ پوړي روسي او پاکستاني چارواکي د افغانستان د سولې په تړاو مسکو کې خبرې اترې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په همدې موخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف سبا سه شنبې مسکو ته ځي او هلته به له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره وګوري.
ویل کېږي خواجه آصف د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه مسکو ته ځي او هلته به د افغانستان د سولې په اړه له روسي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د راپورو پر بنسټ دواړه لوري به پر دې خبرې وکړي، چې څنګه په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره د مذاکراتو لارې چارې ولټوي او مخالفې ډلې له افغان حکومت سره خبرو ته تیارې کړي.
روسیه او پاکستان پر داسې مهال د افغانستان د سولې په اړه خبرې کوي، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغان سولې په تړاو کابل کې یو لوی کنفرانس جوړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل