په دوه ورځو کې به افغانستان کې تر ټولو ستره پروژه پيل شي

2 حوت 1396 ساعت 8:28

ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې به په افغانستان کې ستره(ټاپي پرژوه) پیل شي، چې ورسره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابر شي.


ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې به په افغانستان کې ستره(ټاپي پرژوه) پیل شي، چې ورسره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابر شي.

د هرات ولایت چارواکي وایي، د ټاپي پروزې د کار د پرانسې مراسمو له پاره ټول بشپړ چمتوالی نیول شوی او ډېر ژر به دغه پروژه رسمآ پیل شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار پیل راتلونکې جمعې په ورځ هرات ولایت کې پیل شي، چې لوړ پوړي چارواکي به هم په کې ګډون وکړي.

د دې لویې پروژې د پرانیستې لپاره له څو ورځو راهیسې په هرات ولایت کې چمتوالی روان دی او چارواکي یې د امنیت د ټینګښت خبر هم ورکوي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي وایې چې ددې پروژې د کار د پرانیستې لپاره د امنیت ترڅنګ په ټولو برخو کې پوره تدابیر نیول شوي دي. د هرات اوسیدونکي د ټاپي پروژې د کار له پرانیستې خوښ دي او تمه لري چې ډيرو خلکو ته به د کار زمینه پکې برابره شي.

بل خوا د هرات د ولايتي شورا رییس کامران علیزی وایې د ټاپي پروژې د کار پیل به د دې ولایت پر امنیتي وضعیت مثبت اغیز وکړي.

ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې ترڅنګ، نوري فایبر او تورغنډۍ د ریل پټلۍ هم پرانیستل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101637

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101637/

جمهور
  https://www.jomhornews.com