۰

د ملا رسول په مشرۍ طالبان وایي د ټاپي پروژې ساتنه کوي

چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۱
د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډله د ټاپي پروژې په اړه وايي، دوی به په هېواد کې د دا ډول اقتصادي پروژو ساتنه کوي.
د ملا رسول په مشرۍ طالبان وایي د ټاپي پروژې ساتنه کوي
د ملا محمد رسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډله د ټاپي پروژې په اړه وايي، دوی به په هېواد کې د دا ډول اقتصادي پروژو ساتنه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې کړې، چې د طالبانو د عالي شورا د سرپرست ا وسیاسي مرستیال مولوي عبدالمنان نیازي له ادرسره او ظاهراً د هغه په لاسلکی خپره شوې.

دوی خپله دا یوه تاریخي اعلامیه بللې او ویلي یې دي« ټاپي لویه او عایداتي پروژې نل لیکې د رغېدو چارې نژدې راتلونکې کې پیلېږي چې ددې پروژې سیمه ییزې ستونزې او تربګنۍ تر حده وتلې او تل پاتې دي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ډول اقتصادي پروژې ‌ټول ولس ته اسانتیاوې او اقتصادي وده رامنځ ته کوي او د ولس په ښېګڼه او ښه راتلونکي ته د لار هوارېدو لامل کېږي.

دغه ډلې په اعلامیه کې ویلي، عالي شورا یې د دې پروژې د کلک ملاتړ هوډ کړی چې په وینا یې هېچا یا هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې د دې پروژې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

طالبانو زیاته کړې، چې دوی به د طبیعي سرچینو او ټولو هغو هڅو او کارونو ساتنه او ملاتړ کوي چې هېوادوالو ته هوساینه او ارام ژوند وربښي.

په خبرپاڼه کې په ټینګار سره لیکل شوي، چې د ټولګټو پروژو، طبیعي سرچینو او د ابو د بندونو او ساختماني او ملي پروژو ملاتړ د هر افغان دنده ده.

باید و ویل شي، چې د ټاپي پروژې کار به په افغانستان کې په راتلونکو دوه ورځو کې پیل شي، چې د پیل د مراسمو له پاره یې په هرات ولایت کې له وړاندې ټول چمتوالی نیول شوی.

د هرات چارواکي وايي، د نور تدابیرو تر څنګ یې د یادې پروژې د پیل له پاره کلک امنیتي تدابیر هم نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي