هرات کې ترافيکي پېښې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

2 حوت 1396 ساعت 10:51

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په هرات ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په هرات ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار چهارشنبې د (کب دوهمه)  د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، پېښه له یوه باروړونکي موټر سره د مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې.

د هغه په وینا دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې مسافر وړونکي فلاینکوچ موټر د سړک د غاړې درول شوي بار وړونکي موټر سره ولګېده.

ولي زاده زیاتوي، چې په دغه پېښه کې  ۸ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي.

ده و ویل، چې وژل شوي ټول د مسافروړونکي فلاینکوچ موټر سورلۍ وه، چې څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه نارینه په کې شامل دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 101650

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101650/

جمهور
  https://www.jomhornews.com