افغانستان له قزاقستان سره هم هوايي دهلېز پرانست

5 حوت 1396 ساعت 11:07

د افغانستان د سوداګرۍ او ضایعو خونې چارواکي وايي، د افغانستان او قزاقستان تر منځ هم هوايي دهلېز پرانستل شو.


د افغانستان د سوداګرۍ او ضایعو خونې چارواکي وايي، د افغانستان او قزاقستان تر منځ هم هوايي دهلېز پرانستل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلی زیاتوي، چې دغه هوایي دهلېژ تېر ماښام (جمعه د کب څلورمه) پرانستل شو.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه هوايي دهلېز له پرانستو سره سم څلور ټنه بادرنګ او رومي بانجان او دغه راز غالۍ دغه هېواد ته ولېږدول شوې.

په ورته وخت کې پسرلي دا هم و ویل، چې ټاکل شوې له عربي هېوادونو، اندونیزیا، سریلانکا او یو شمېر نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه جوړ او سوداګریزه راکړه ورکړه د هوا له لارې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له دې وړاندې له هندوستان سره هم هوايي دهلېز پرانستی او د وارداتو او صادراتو لړۍ ورسره پیل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 101737

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101737/

جمهور
  https://www.jomhornews.com