ناپېژانده وسله والو د اجرائیه ریاست سلاکار او پخوانی سناتور وژلی

6 حوت 1396 ساعت 8:37

راپورونه وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست سلاکار او پخوانی سناتور رفیع الله ګل افغان په ډزو وژلی دی.


راپورونه وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پلازمېنه کابل ښار کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست سلاکار او پخوانی سناتور رفیع الله ګل افغان په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، ګل افغان چې د سنا مجلس پخوانی مرستیال و، تېره ورځ شنبې د (کب پنمځه) د کابل ښار د ۱۷ مې حوزې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې وژلی دی.

له دې سره تر څنګ دا هم ویل کېږي، چې پر ګل افغان په برید کې د هغه دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، دوی ته د یوه کس د ترور کېدو راپور رسېدلی خو تر اوسه په دې اړه دقیق معلومات نه لري.

په ورته وخت کې عطامحمد نور په خپله فسبوک پاڼه د رفیع الله ګل افغان د وژل کېدو پخلی کړی دی او د هغه پر وژل کېدو یې ژوره خواشني ښودلې ده.

باید و ویل شي، ګل افغان د جمعیت اسلامي ګوند پخوانی قوماندان، پخوانی سناتور او په اوس وخت کې یې د اجرائیه ریاست د سلاکار دنده تر سره کوله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101764

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101764/

جمهور
  https://www.jomhornews.com