شمالي کوریا وايي په ۲۰۰ کاله هم له امریکا سره خبرې نه کوي

6 حوت 1396 ساعت 10:37

شمالي کوریا یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو د ترسره کېدا احتمال رد کړی او ویلي یې دي، په ۲۰۰ کاله به هم له امریکا سره مخامخ خبرې ونه کړي.


شمالي کوریا یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو د ترسره کېدا احتمال رد کړی او ویلي یې دي، په ۲۰۰ کاله به هم له امریکا سره مخامخ خبرې ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا او امریکا تر منځ د احتمالي خبرو د ترسره کېدا رد د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس له وروستیو څرګندونو وروسته وشو.

پنس په خپلو وروستیو څرګندونو کې د شمالي کوریا دولت پر دیکتاتورۍ تورن کړی او د شمالي کوریا د ولسمشر د کیم جونګ اون خور کیم یو جونگ یې د شر ټوټه بللې ده.

پیونګ یانګ پیونګ یانګ د شمالي کوریا د مشر پر خور د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي یې دي، چې په ۱۰۰ یا ۲۰۰ کاله هم له امریکا سره د مخامخ خبرو احتمال نه لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 


د مطلب کود: 101772

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101772/

جمهور
  https://www.jomhornews.com