شمالي کوریا یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو د ترسره کېدا احتمال رد کړی او ویلي یې دي، په ۲۰۰ کاله به هم له امریکا سره مخامخ خبرې ونه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا او امریکا تر منځ د احتمالي خبرو د ترسره کېدا رد د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس له وروستیو څرګندونو وروسته وشو.
پنس په خپلو وروستیو څرګندونو کې د شمالي کوریا دولت پر دیکتاتورۍ تورن کړی او د شمالي کوریا د ولسمشر د کیم جونګ اون خور کیم یو جونگ یې د شر ټوټه بللې ده.
پیونګ یانګ پیونګ یانګ د شمالي کوریا د مشر پر خور د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي یې دي، چې په ۱۰۰ یا ۲۰۰ کاله هم له امریکا سره د مخامخ خبرو احتمال نه لیدل کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل