لغمان او ننګرهار کې چاودنو درې تنه وژلي

7 حوت 1396 ساعت 9:10

سیمه ییز چارواکي وايي، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د چاودنو له امله شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د چاودنو له امله شپږو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې تېره ورځ یک شنبې د (کب ۶مه) د لغمان په الیشنګ او د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې شوې دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د ماسموت په سیمه کې په یوه دېره کې پخواني ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د مرکز جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند لغمان هډې سيمه کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې ماین په یوه سراچه ډوله موټر پسې نښلول شوی و، چې له امله یې درې تنه برسېرن ټپیان شوي او نور چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دواړو چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 101804

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com