۰
دیني عالمان د جنګ ښکېلو غاړو ته:

د یو بل وژلو ته دیني توجیحات مه لټوۍ

دوشنبه ۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۵
د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي او دیني عالمان وايي، په جنګ کې ښکېلې غاړې باید یو د بل د وژلو لپاره، دیني توجیحات ونه ‎لټوي.
د یو بل وژلو ته دیني توجیحات مه لټوۍ
د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي او دیني عالمان وايي، په جنګ کې ښکېلې غاړې باید یو د بل د وژلو لپاره، دیني توجیحات ونه ‎لټوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې عالي شورا غړي او دیني عالم قاضي محمد امین وقاد دغه څرګندونې له آزادۍ رادیو سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د قران کریم ایتونه باید د جګړې د ښکېلو غاړو له‎خوا
هغه زیاته کړې«قران‌الکریم د الله جل جلاله کلام دی، که زه‌ يې د خپلو سیاسي او دنیوي اهدافو لپاره استعمالوم، نو د الله جل جلاله نه حیا په کار ده، جنګ باید د الله په کتاب تفسیر نه ‌شي، دا ملک نور د ورانولو نه ‌دی او نه نور دا خلک د وژلو دي.»
په خپله ګټه د سیاسي او دنیوي اهدافو او رقابتونو لپاره تحلیل او تفسیر نه‎شي.

هغه زیاته کړې«قران‌الکریم د الله جل جلاله کلام دی، که زه‌ يې د خپلو سیاسي او دنیوي اهدافو لپاره استعمالوم، نو د الله جل جلاله نه حیا په کار ده، جنګ باید د الله په کتاب تفسیر نه ‌شي، دا ملک نور د ورانولو نه ‌دی او نه نور دا خلک د وژلو دي.»

د ښاغلي وقاد په خبره د دې هېواد د ورانونکو پر وړاندې نور د ملت زغم پای ته رسېدلی دی او له ښکېلو اړخونو نه یې غوښتنه وکړه چې د خبرو او مزاکراتو له لارې دې یوې مطلوبې موخې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د کابل د عالمانو شورا یو شمېر غړي هم مني چې د افغان جګړې په دواړو خواوو کې داسې عالمان موجود دي چې د خپلو شخصي ګټو په هدف د روانې جګړې روا کولو ته دیني توجیحات لټوي.

دغې شورا مرستیال ګل احمد صدیق چکري د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ویلي،«هاغاړه او دې غاړې عالمان چې کوم دي، دواړه ډلې
دغې شورا مرستیال ګل احمد صدیق چکري د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ویلي،«هاغاړه او دې غاړې عالمان چې کوم دي، دواړه ډلې دې لوی رب ته ځان تسلیم کړي او له الله «ج» نه دې وشرمېږي، ودې ډار شي، نور دې دا خپل مسلمانان وروڼه نه‌وژني او قران‎الکریم دې نور د خپلو ګټو په خاطر په غلطو ټکو نه ‌تفسیروي.»
دې لوی رب ته ځان تسلیم کړي او له الله «ج» نه دې وشرمېږي، ودې ډار شي، نور دې دا خپل مسلمانان وروڼه نه‌وژني او قران‎الکریم دې نور د خپلو ګټو په خاطر په غلطو ټکو نه ‌تفسیروي.»

په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ کونړ ولایت کې هم د دیني عالمانو د جګړې پر ښکېلو غاړو په تېره بیا دواړو لورو ته پر دیني عالمانو غږ وکړ، چې نور د خپلو ګټو له پاره د ولس د وژلو فتواوې ورنکړي.

دغه دیني عالمانو و ویل، نور د دې وخت رسېدلی، چې دغه جګړې او روان ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي او افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

د کونړ دیني عالمانو ټينګار وکړ، چې د دولت او وسله والو مخالفینو تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب ته چمتو دي او هوډ لري دغه اسلامي او افغاني دنده تر سره کړي.

یو تن دیني عالم مولوي سید ولي والله  ویلي و، ولسونه او دینې عالمان دنده لري چې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د روغې جوړې لپاره خپله اسلامي او افغاني دنده ترسره کړي، څو په هېواد کې روانه ورور وژنه پای ته ورسېږي.

دوی دا هم زیاته کړې وهو چې په افغانستان کې د جګړو د پای
ښاغلي حقیار وویل«یو مولوي صیب د کتاب په یوه پاڼه کې ناست دی، بل مولوي صیب د کتاب بله پاڼه ځانته را اړولې، یوهم یو ایات او حدیث را اخيستی او بل یې بل ایات او حدیث را اخستی او په منځ کې دا خلک وژني، ګوره که یوه لوېشت ځای دې ونیوه او یادې یو مسلمان وواژه، دې ته کامیابي مه وایه، زموږ او ستاسي بریالیتوب په دې کې دی چې سره په یوه ټغر کینو او روغه جوړه وکړو.»
ته رسېدو تر ټولو غوره لار دا ده چې دیني عالمان سره یو موټی او متحد شي او د سولې له پاره نه ستړې کېدونکې هلې ځپلې وکړي.

مولوي سید ولي الله زیاته کړې، چې حکومت او وسله والو مخالفینو ته پکار ده چې دیني عالمانو او قومي مشرانو ته د روغې جوړې واک ورکړي.

د مولوي نجیب الله حقیار  په خبره د جګړې دواړو خواو ته دیني عالمان موجود دي او هریو هڅه کوي چې د خپلې ډلې په ګټه ایاتونه او احادیث تحلیل او تفسیر کړي چې لومړی باید دوی خپل منځ کې وحدت رامنځته کړي.

ښاغلي حقیار وویل«یو مولوي صیب د کتاب په یوه پاڼه کې ناست دی، بل مولوي صیب د کتاب بله پاڼه ځانته را اړولې، یوهم یو ایات او حدیث را اخيستی او بل یې بل ایات او حدیث را اخستی او په منځ کې دا خلک وژني، ګوره که یوه لوېشت ځای دې ونیوه او یادې یو مسلمان وواژه، دې ته کامیابي مه وایه، زموږ او ستاسي بریالیتوب په دې کې دی چې سره په یوه ټغر کینو او روغه جوړه وکړو.»

دوی وايي، د اسلام په مقدس دین کې په هېڅ ډول د یوه بې ګناه مسلمان وژنه او ځورونه جواز نه لري او د هر ملا په فتوا که یو څوک وژل کېږي یا ټپي کېږي، د قاتل ترڅنګ فتوا ورکوونکی هم په قتل کې شریک دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي