۰
د هرات چارواکي:

د ټاپي پروژې په پیل سره سولې ته د مخالفینو لېوالتیا زیاته شوې

یکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۹
د هرات ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر وسله وال طالبان د ټاپي پروژې د ملاتړ په موخه د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي.
د ټاپي پروژې په پیل سره سولې ته د مخالفینو لېوالتیا زیاته شوې
د هرات ولایتي شورا وايي، په دغه ولایت کې یو شمېر وسله وال طالبان د ټاپي پروژې د ملاتړ په موخه د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یادې شورا رییس کامران علیزي کړې او ویلي یې دي، چې ۷۰ تنه طالبان غواړي په مشروط ډول د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

نوموړي زیاته کړې دا شمېر طالبان په دې شرط د سولې له پروسې سره یو ځای کېږي، چې افغان حکومت به یې د ځاني امنیت ډاډ ورکوي او د کار زمینه به ورته برابروي.

هرات والي محمد آصف رحیمي هم د دغه ګام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د سولې دروازه د ټولو سوله غوښتونکو وسله والو پر مخ خلاصه ده.

نوموړي هم د دې خبرې پخلی کړی، چې په هرات کې د ټاپي پروژې په پیل کېدو سره ډېری وسهل والو د سولې خوا ته میلان ښودلی دی.
 
جمهورخبري آژانس:هرات

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي