یوه افغان پلاوي له امریکايي شرکتونو سره په بنسټیزو پروژو خبرې کړې

13 حوت 1396 ساعت 9:02

د افغان حکومت یوه لوړپوړي پلاوي په امریکا کې له ځینو امریکايي شرکتونو سره په بنسټیزه پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې اترې کړي دي.


د افغان حکومت یوه لوړپوړي پلاوي په امریکا کې له ځینو امریکايي شرکتونو سره په بنسټیزه پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې اترې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا ته د تللي افغان پلاوي مشري د ولسمشر د زیربینايي چارو سلاکار محمد همایون قیومي پر غاړه او له ځینو امریکايي شرکتونو سره لیدلي دي.

ښاغلي قیومي له امریکا غږ سره په خبرو کې زیاته کړې، چې له ځینو امریکايي شرکتونو سره یې په لیندنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې په څلورو بنسټیزو او مهمو پروژو کې پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي په مشخص ډول یې له امریکایي شرکتونو غوښتي، چې په څلورو بنسټیزه او مهمو پروژو، چې ډېری یې د برېښنا اړوند دي پانګونه وکړي.

په ورته وخت ښاغلي قیومي هغه راپورونه هم په کلکه ردل کړل، چې ګنې دی په امریکا کې له ځینو شرکتونو سره هوکړې لاسلیکوي.

محمد همایون قیومي ویلي، دی یوازې د ولسمشر سلاکار دی او په ارګ کې د سلا مشورې ورکولو دنده پر مخ وړي.

د ولسمشر د زیربینايي چارو سلاکار هغه زیاتوي چې د لاسلیک کولو او وروستۍ پرېکړې حق ولسمشر لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101997

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101997/

جمهور
  https://www.jomhornews.com