ناټو د افغان پولیسو ملاتړ ته ادامه ورکوي

13 حوت 1396 ساعت 11:24

ناټو د افغانستان په کورنیو چارو وزارت او پولیسو په لیکو کې له روانو اصلاحاتو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دغه سازمان به له افغان پولیسو خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.


ناټو د افغانستان په کورنیو چارو وزارت او پولیسو په لیکو کې له روانو اصلاحاتو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دغه سازمان به له افغان پولیسو خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبرې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ناټو د ګډو عملیاتو قومندان جنرال ریکاردو مارکیو او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن تر منځ ناسته کې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارته نن یک شنبې د کب ۱۳ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د ناټو د ګډو عملیاتو قومندان د پولیسو په لیکو او همدا راز د کورنیو چارو په وزارت کې روان اصلاحات مهم او ګټور بللي دي.

د ناټو د ګډو عملیاتو قومندان جنرال ریکاردو مارکیو ویلي دي، چې ناټو به د افغان پولیسو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي، چې په دغه وزارت کې پراخ اصلاحات روان دي او ډېر ژر به د کورنیو چارو وزارت په پرمختللې توګه د خپلو چارو په تر سره کولو بریالی شي.

ښاغلي برمک زیاته کړې، چې د فساد پر وړاندې مبارزه یې د کارونو په لومړیتوب کې ده او ګڼې لاس ته راوړنې هم لري.

باید و ویل شي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په فراه ولایت کې د روان امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې په دغه ولایت کې به د ترهګرو پر ضد پراخ عملیات پيلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102008

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102008/

جمهور
  https://www.jomhornews.com