۰

ناټو د افغان پولیسو ملاتړ ته ادامه ورکوي

یکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۴
ناټو د افغانستان په کورنیو چارو وزارت او پولیسو په لیکو کې له روانو اصلاحاتو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دغه سازمان به له افغان پولیسو خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
ناټو د افغان پولیسو ملاتړ ته ادامه ورکوي
ناټو د افغانستان په کورنیو چارو وزارت او پولیسو په لیکو کې له روانو اصلاحاتو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دغه سازمان به له افغان پولیسو خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبرې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ناټو د ګډو عملیاتو قومندان جنرال ریکاردو مارکیو او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن تر منځ ناسته کې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارته نن یک شنبې د کب ۱۳ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د ناټو د ګډو عملیاتو قومندان د پولیسو په لیکو او همدا راز د کورنیو چارو په وزارت کې روان اصلاحات مهم او ګټور بللي دي.

د ناټو د ګډو عملیاتو قومندان جنرال ریکاردو مارکیو ویلي دي، چې ناټو به د افغان پولیسو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ویلي، چې په دغه وزارت کې پراخ اصلاحات روان دي او ډېر ژر به د کورنیو چارو وزارت په پرمختللې توګه د خپلو چارو په تر سره کولو بریالی شي.

ښاغلي برمک زیاته کړې، چې د فساد پر وړاندې مبارزه یې د کارونو په لومړیتوب کې ده او ګڼې لاس ته راوړنې هم لري.

باید و ویل شي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په فراه ولایت کې د روان امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې په دغه ولایت کې به د ترهګرو پر ضد پراخ عملیات پيلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي