سوریه کې د روسیې یوه الوتکه لوېدلې او ۳۲ تنه په کې وژل شوي

16 حوت 1396 ساعت 10:21

روسي رسنۍ وايي، د روسیې د دفاع وزارت یوه ترانسپورتي الوتکه په سوریه کې لوېدلې او په کې سپاره ۳۲ تنه په کې وژل شوي دي.


روسي رسنۍ وايي، د روسیې د دفاع وزارت یوه ترانسپورتي الوتکه په سوریه کې لوېدلې او په کې سپاره ۳۲ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت ویلي یاده الوتکه د سوریې په لتکیا سیمه کې د همیمم په نامه د روسانو په یو هوايي ډګر کې غورځېدلې ده.

دفاع وزارت ویلي دي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه به د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوې وي.

روسیې رسنۍ زیاتوي، چې په دغې انټنوف ۲۶ ډوله الوتکه کې ۲۶ مسافر او شپږ تنه عمله سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102123

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102123/

جمهور
  https://www.jomhornews.com