۰

سوریه کې د روسیې یوه الوتکه لوېدلې او ۳۲ تنه په کې وژل شوي

چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۱
روسي رسنۍ وايي، د روسیې د دفاع وزارت یوه ترانسپورتي الوتکه په سوریه کې لوېدلې او په کې سپاره ۳۲ تنه په کې وژل شوي دي.
سوریه کې د روسیې یوه الوتکه لوېدلې او ۳۲ تنه په کې وژل شوي
روسي رسنۍ وايي، د روسیې د دفاع وزارت یوه ترانسپورتي الوتکه په سوریه کې لوېدلې او په کې سپاره ۳۲ تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت ویلي یاده الوتکه د سوریې په لتکیا سیمه کې د همیمم په نامه د روسانو په یو هوايي ډګر کې غورځېدلې ده.

دفاع وزارت ویلي دي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه به د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوې وي.

روسیې رسنۍ زیاتوي، چې په دغې انټنوف ۲۶ ډوله الوتکه کې ۲۶ مسافر او شپږ تنه عمله سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي