د لومړي ځل لپاره د ننګرهار سبزیجات قزاقستان ته ولېږل شول

16 حوت 1396 ساعت 10:22

د کرنې سیمه ییز چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د ننګرهار سبزیجات د هوا له لارې قزاقستان ته ولېږدول شول.


د کرنې سیمه ییز چارواکي وايي، د لومړي ځل لپاره د ننګرهار سبزیجات د هوا له لارې قزاقستان ته ولېږدول شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي زیاتوي، چې دا تازه سزيجات تېره ورځ سه شنبې د (کب ۱۵مه)  له کابله قزاقستان ته ولېږدول شول.

د ننګرهار د کرنې ريیس رفېع الله رحيمزي وايي، ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ يوه بله جوپه سبزیجات هم دغه هېواد ته ولېږدول شي.

رحيمزي زیاته کړه، چې په لومړي ځل کې څلور ټنه تازه رومي او تور بانجان د قزاقستان هېواد ته ولېږل شول.

دی وايي، په قزاقستان کې له افغان سوداګرو د نورو تازه سبزيجاتو غوښتنه هم شوې او ټاکل شوې چې دا لړۍ دوام پيدا کړي.

د هغه په وینا، که د قزاقستان مارکېټ دوامدار شي، نو د کرنې وزارت به سبزيجاتو ته د بسته بندۍ زمينه هم برابره کړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 102124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com