افغانستان د هند په مالي مرسته له بېلاروسه څلور جنکي چورلکې پېري

21 حوت 1396 ساعت 12:37

د ملي دفاع وزارت وايي، افغانستان د هندوستان په مالي مرسته له بېلاروس څخه څلور جنګي چورلکې پېري.


د ملي دفاع وزارت وايي، افغانستان د هندوستان په مالي مرسته له بېلاروس څخه څلور جنګي چورلکې پېري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري زیاتوي، چې د دغه چورلکو د پېر تړون د افغانستان او بېلاروس تر منځ د هند پلازمېنه ډیلي کې لاسلیک شوی دی.

نوموړي و ویل، چې د دغه تړون په اساس بېلاروس څلور ام ۳۵ جنګي چورلکې افغانستان ته ورکوي، چې مالي لګښت یې هندوستان ورکوي.

د ملي دفاع د ویاند په خبره دغه چورلکې چې په جنګي عملیاتو کې ډېرې ګټورې تمامېدای شي کولای د افغان هوايي ځوک لا غښتلی کړي.

باید و ویل شي، چې هند تر دې وړاندې هم افغانستان ته ام ای ۲۵ جنګي چورلکې ورکړې وې.

د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ افغان هوايي ځواک دا مهال ۱۵۰ الوتکې او ۳۵ چورلکې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102298

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102298/

جمهور
  https://www.jomhornews.com