روسیه وايي، افغان پوځ دې روسي چورلکې هم وکاروي

22 حوت 1396 ساعت 8:56

روسیه وايي تمه ده، چې افغان پوځ به د امریکایي چورلکو تر څنګ له روسي چورلکو هم د خپل حکومت او هېواد په دفاع کې کار واخلي.


روسیه وايي تمه ده، چې افغان پوځ به د امریکایي چورلکو تر څنګ له روسي چورلکو هم د خپل حکومت او هېواد په دفاع کې کار واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د روسیې د ولسمشر د پوځي همکاریو د څانګې سلاکار ولادیمیر کوزین په یوه تازه مرکه کې کړې دي.

هغه ویلي، چې امریکا اوس د افغانستان پوځ ته چورلکې ورکوي او افغان حکومت یې د فشارونو له لارې اړیستی، چې د روسي چورلکو کارول ودروي.

خو زیاتوي، چې روسیه هڅه کوي، چې د افغان ځواکونو لخوا به د افغانستان د مشروع حکومت د ساتنې لپاره د روسي چورلکو د کاریدو دوام ته لارې چارې ومومي.

په ورته وخت کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي بیا ویلي، که څه هم امریکا او ناټو په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو د بیا سمبالولو پروګرام پیل کړی، خو کابل اوس هم روسي چورلکو ته لیوال دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102318

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102318/

جمهور
  https://www.jomhornews.com