سرچینې:

د کابل پولیسو له وسله تون څخه ۷۰ میله وسلې غلا شوې

22 حوت 1396 ساعت 10:07

ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په پلازمېنه کابل کې د کابل پولیسو د وسلو له یوې زېرمې څخه ۷۰ میله وسلې او ځینې نور مهمات غلا شوي دي.


ځينو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په پلازمېنه کابل کې د کابل پولیسو د وسلو له یوې زېرمې څخه ۷۰ میله وسلې او ځینې نور مهمات غلا شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوې سرچنیې د نوم نه ښودلو په شرط یو یا یک تلوېزیون ته ویلي، چې د پولیسو له دغه وسله تون څخه ۷۰ میله تومانچې او شپني دوربینونه غلا شوي دي.

د سرچینې په وینا دا د کابل پولیسو د یوه حمایوي برخې څخه غلا شوي، چې په تړاو یې د کورنیو چارو وزارت له خوا څو تنه نیول شوي هم دي، چې دا مهال تر پلټنې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت یو سرچینې هم د دغه خبرپخلی کړی او ویلي یې دي، چې پېښه په جدي ډول تر څېړنې لاندې ده خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com