د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغی

22 حوت 1396 ساعت 10:38

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه ناڅاپي سفر کال ته راغلی دی.


د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه ناڅاپي سفر کال ته راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې متیس نن سه شنبې د کب ۲۲ مه کابل ته راغلی او ښايي د افغان حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.

ویل کېږي کابل ته د متیس د سفر یوه موخه دا وي، چې د افغان حکومت له مشرانو سره د افغانستان د سولې د پروسې په تړاو خبرې اترې وکړي.

متیس وړاندې له دې چې کابل ته راشي خبریالانو ته ویلي و، امریکا داسې نښې موندلې چې ښيي طالبان د سولې خبرو ته لېوالتیا لري.

نوموړي ویلي، د طالبانو یوه کوچنۍ ډله او د طالبانو ځینې غړي د سولې د خبرو اترو غوښتونکي دي او دا په دې مانا دهو چې ټول طالبان سوله غواړي.

تر اوسه د امریکا دفاع وزارت او افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102328

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102328/

جمهور
  https://www.jomhornews.com