د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه ناڅاپي سفر کال ته راغلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متیس نن سه شنبې د کب ۲۲ مه کابل ته راغلی او ښايي د افغان حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
ویل کېږي کابل ته د متیس د سفر یوه موخه دا وي، چې د افغان حکومت له مشرانو سره د افغانستان د سولې د پروسې په تړاو خبرې اترې وکړي.
متیس وړاندې له دې چې کابل ته راشي خبریالانو ته ویلي و، امریکا داسې نښې موندلې چې ښيي طالبان د سولې خبرو ته لېوالتیا لري.
نوموړي ویلي، د طالبانو یوه کوچنۍ ډله او د طالبانو ځینې غړي د سولې د خبرو اترو غوښتونکي دي او دا په دې مانا دهو چې ټول طالبان سوله غواړي.
تر اوسه د امریکا دفاع وزارت او افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل