امریکا له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی

22 حوت 1396 ساعت 12:20

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، امریکا به له افغانانو او افغان حکومت سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.


په کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، امریکا به له افغانانو او افغان حکومت سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باس دغه څرګندونې کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي او نورو چارواکو سره په کتنه کې کړې دي.

نوموړي د کندهار له والي زلمي ویسا سره د لیدنې پر مهال ویلي چې له افغان حکومت او افغانانو سره به د امریکا همکارۍ دوام ولري.

ده ویلي، چې امریکا به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ، له فساد سره د مبارزې، امنیت، سولې او ثبات په برخو کې خپلې هڅې و نه سپموي.

کابل کې د امریکا د سفیر جان باس په وینا، د افغانستان ځینو نورو ولایتونو ته به هم سفرونه کوي خو پیل یې له کندهار ولایت کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com