په کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، امریکا به له افغانانو او افغان حکومت سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باس دغه څرګندونې کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي او نورو چارواکو سره په کتنه کې کړې دي.
نوموړي د کندهار له والي زلمي ویسا سره د لیدنې پر مهال ویلي چې له افغان حکومت او افغانانو سره به د امریکا همکارۍ دوام ولري.
ده ویلي، چې امریکا به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ، له فساد سره د مبارزې، امنیت، سولې او ثبات په برخو کې خپلې هڅې و نه سپموي.
کابل کې د امریکا د سفیر جان باس په وینا، د افغانستان ځینو نورو ولایتونو ته به هم سفرونه کوي خو پیل یې له کندهار ولایت کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل